انصار (جمعه، د سنبلې ۲۴مه)، د ریاست الوزرا اداري مرستیال وايي، د روغتیايي اړتیاوو پوره کېدو لپاره باید د ضرورت پر وخت کې په نورو هېوادونو کې له مېشتو افغان علمي او متخصصو کادرونو څخه استفاده وشي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي د روغتیا وزارت له مسوولینو سره په کتنه کې د اکمال تخصص د رونیز نصاب د اصلاحاتو او په دې برخه کې د يوې جامع او اغېزناکې طرحې د جوړولو سپارښتنه هم کړې ده.
په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد ویلي چې په ټول هېواد کې خلکو ته د معیاري روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو لپاره یې هڅې چټکې کړي او په پام کې لري چې معیاري روغتیايي خدمتونه د هېواد ټولو برخو ته وغځوي.
د عباد په خبره، روغتیا وزارت هڅه کوي چې په ټولو برخو کې مسلکي کسان جذب کړي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال د هېواد له ۴۰۰ ولسوالیو څخه په درې سوه ولسوالیو کې خلک د معیاري روغتیايي خدماتو له نشت سر ټکوي.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/27003